د امريكې د قامي سلامتيا سلاحكار د چين اعلٰی سفارت كار وانګ يې سره ملاقات

ويانا 12 مئي (اے پي پي) د امريكې قامي سلامتيا صلاحكار جيك سليوان په ويانا كښې د چين اعلٰی سفارتكار وانګ يې سره ملاقات كړې۔د تركيې خبري اژانس له مخې سپينې ماڼۍ او چين تحريري بيانونو كښې وئېلي دي چې دا ملاقات د 10م او 11م مئي د آسټريا په پايه تخت ويانا كښې شوې۔د سپينې ماڼۍ لخوا جاري شوي بيان كښې وئېلي شوي دي چې ډلو د امريكې او …

ويانا 12 مئي (اے پي پي) د امريكې قامي سلامتيا صلاحكار جيك سليوان په ويانا كښې د چين اعلٰی سفارتكار وانګ يې سره ملاقات كړې۔د تركيې خبري اژانس له مخې سپينې ماڼۍ او چين تحريري بيانونو كښې وئېلي دي چې دا ملاقات د 10م او 11م مئي د آسټريا په پايه تخت ويانا كښې شوې۔د سپينې ماڼۍ لخوا جاري شوي بيان كښې وئېلي شوي دي چې ډلو د امريكې او چين دوه اړخيزه اړيكو مهمو چارو سره سره نړيوال او سيمه ايز سلامتيا مسئلې٬روس-يوكرين جنګ تائيوان دواړو اړخونو ترمينځه اړيكې او په نورو چارو پاك٬كوټلې او تعميري خبرې اترې شوي دي۔بيان كښې وئېلي شوي دي چې ډلو په نومبر كښې په انډونېزيا كښې جي 20 مشرانو په غونډه كښې د امريكې صدر جوبائيډن او چين صدر شي جن پنك ترمينځه شوې ملاقات په مهال شوي مفاهمت له مخې سټريټجك كميونيكېشن چينلز په ځاې ساتلو اتفاق كړی۔د چين لخوا جاري شوې اعلاميه كښې وئيلي شوي دي چې ډلو د چين-امريكې اړيكو كښې ولاړ خنډان لرې كولو او استحكام په ځاې ساتلو سره منفي پېشرفت مخ نيوي مقصد د خيالاتو څرګندونه وكړه