بابراعظم ون ډے انټرنيشنل كښې زياتې تندۍ سره د 5 زره رنز جوړولو ورلډ ريكارډ جوړ كړو

کراچۍ 05 مئي (اے پي پي) د پاکستان کپتان بابراعظم ون ډے انټرنېشنل كښې تر ټولو زيات تندۍ سره د 5 زره رنز جوړولو ورلډ ریکارډ په خپل نوم كړے دے۔ د جمعي په ورځ نېشنل سټیډیم کراچۍ كښې د نیوزی لینډ په ضد مېچ كښې بابراعظم خپل 5 زره رنز بشپړ كړل۔ بابر اعظم 100 څخه کم اننګز كښې 5 زره رنز کونكې وړومبې کرکټر دے،هغه 97 اننګز كښې …

کراچۍ 05 مئي (اے پي پي) د پاکستان کپتان بابراعظم ون ډے انټرنېشنل كښې تر ټولو زيات تندۍ سره د 5 زره رنز جوړولو ورلډ ریکارډ په خپل نوم كړے دے۔ د جمعي په ورځ نېشنل سټیډیم کراچۍ كښې د نیوزی لینډ په ضد مېچ كښې بابراعظم خپل 5 زره رنز بشپړ كړل۔ بابر اعظم 100 څخه کم اننګز كښې 5 زره رنز کونكې وړومبې کرکټر دے،هغه 97 اننګز كښې دا كاميابي ترلاسه كړې۔دې څخه وړاندې د جنوبی افریقي هاشم آمله 101 اننګز كښې 5 زره رنز جوړ كړې ؤ ، ویوین رچرډز او ویرات کوهلی 114 ، 114 اننګز کښې 5 زره رنز كړې وو۔بابر اعظم يوه ورځني نړيوال ميچونو كښې 5 زره رنز جوړونكې 14م پاکستانے لوبغاړے دے۔

مزید خبریں