ملګري ملتونه ۔2مئی(اے پی پی) د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسلیوې کمیټې موافقه کړې چې په افغانستان کښې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزير امیرخان متقي دېد پاكستان خپل او د چينخپلو هم منصبو سره ملاقات لپارهپاکستان ته د تللو اجازه وركړې شي ۔ په نړيواله اداره كښې د پاکستان دايمي استازې منير اکرم اے پي پي ته ووئيل د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل كمېټۍ د افغانستان …
ملګرو ملتونو افغان خارجه وزير ته د پاكستان او چين خپلو هم منصبو سره ملاقات لپاره اسلام آباد ته د سفر كولو اجازه وركړه
ملګري ملتونه ۔2مئی(اے پی پی) د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسلیوې کمیټې موافقه کړې چې په افغانستان کښې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزير امیرخان متقي دېد پاكستان خپل او د چينخپلو هم منصبو سره ملاقات لپارهپاکستان ته د تللو اجازه وركړې شي ۔ په نړيواله اداره كښې د پاکستان دايمي استازې منير اکرم اے پي پي ته ووئيل د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل كمېټۍ د افغانستان د بهرنيو چارو وزير اميرخان متقي ته پاكستاني او چينائي خارجه وزيرانو سره ملاقات لپاره پاكستان ته تللو له د اجازې وركولودرخواست قبول كړے دے ۔ د سلامتي كونسل 15 كسيزه كمېټۍ ته د ليكلي شوي خط له مخې په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مشن خواست كړے ؤ چې امير خان متقي له دې د روانې مياشتې 6 مې او 9 مې نېټې ترمينځه د پاكستان او چين خارجه وزيرانو سره ملاقات لپاره د سفراجازه وركړې شي بياهم په درخواست كښې دا وئيلې شوې نه وو چې ملاقات كښې به په كومو چارو خبره كولې شي۔ دا خبره دې ښكاره وي سلامتي كونسل په امير خان متقي لهډېرې مودې راهسې سفري بندېزونه لګولې وو۔ دې سره سره د هغه اثاثې هم كنګل كړے شوي دي












