واشنګټن 02 مئي (اے پي پي) د امريکې د نيوجرسي رياست د پراسپكټ پارك ښار مسلمان ميئر استخباراتي اېجنسۍ په سپينه ماڼۍ كښې په كېدونكې عيد ملن پارټۍ كښې د ګډون كولو نه منع كړے دے ۔ د سعودي ميډيا له مخې ميئر محمد خېرالله ته دستورې ته د رسېدو نه ګهړۍ شېبه وړاندې د سپېنې ماڼۍ لخوا د موصول شوې فون كال د لارې ووئيل شول چې استخباراتي ادارې …
په سپينه ماڼۍ كښې عيد ملن پارټي ٬ استخباراتي ادارو مسلمان ميئر له د ګډون كولو اجازه ورنه كړه
واشنګټن 02 مئي (اے پي پي) د امريکې د نيوجرسي رياست د پراسپكټ پارك ښار مسلمان ميئر استخباراتي اېجنسۍ په سپينه ماڼۍ كښې په كېدونكې عيد ملن پارټۍ كښې د ګډون كولو نه منع كړے دے ۔ د سعودي ميډيا له مخې ميئر محمد خېرالله ته دستورې ته د رسېدو نه ګهړۍ شېبه وړاندې د سپېنې ماڼۍ لخوا د موصول شوې فون كال د لارې ووئيل شول چې استخباراتي ادارې لخوا سيكيورټي كليېرنس نه دے وركړے ځكه ميئر محمد خېرالله عيد ملن پارټۍ كښې ګډون نشي كولے ۔ د يادونې وړ ده په سپينه ماڼۍ كښې د واړه اختر په مناسبت سره دستوره شوې چې پكښې جمهور ريئس جو بائيډن هم وېنا كړې۔ د اسختباراتي اېجنسۍ وياند تصسيق كړے چې مسلمان ميئر محمد خېرالله ته په سپينه ماڼۍ كښې د داخلې اجازه نه ده وركړې شوې خو ھغه د د دې سبب نه دې ښودلے ۔ په امريکا كښې د اسلامك اړيكو كونسل نيو جرسي چيپټر (سي اے آئي آر) ډائريکټر صلادين مسکت دا اقدام د نه قبلېدو وړ ګرځولو سره توهين اميز ګرځولے۔ د يادونې وړ ده محمد خيرالله په جنورۍ كښې په پنځم ځل د نيوجرسي رياست د پراسپكټ پارك ښار ميئر منتخب شوے دے












