افغانستان ٬ د واده دستورې په مهال د كور د چھت پريوتو پيښه ٬ 45 كسان ژوبل

کابل ۔2مئی(اے پی پی) د افغانستان په ختيځ ولايت كاپيسا كښې د واده دستورې په مهال د كور چھت پرېوتو پېښې په نتيجه كښې 45 كسان ژوبل شوي۔ د چين خبر رسنې ادارې د ځائي پوليس حوالې سره وئيلي چې د نجراب اولسوالۍ په وېشر بالا كلي كښې د واده دستوره روانه وه چې دغه مهال د كور چھت پرېوتو چې په نتيجه كښې يۍ 45 كسان ژوبل شول په كومو كښې چې د يو شمېر كسانو حالت نازك ښودلے شي۔ ژوبل شوي ډسټركټ روغتون ته منتقل كړې شوي دي۔