نئی دہلی۔1مئی (اے پی پی) هندي رسنیو دا پروپېګنډا پېل کړې چې بي سي سي آئي آسیا کپ لپاره د پي سي بي هایبرډ ماډل رد کړې دې او آسیا کپ به په كال 2023 کښې نه ترسره کیږي۔ د کشمیر میډیا سروس له مخې هندي رسنۍ وايي چې هندي کرکټ بورډ آسیا کپ د 5 كركټ لوبډلو په ټورنامنټ كښې بدلول غواړي او بي سي سي آئي يا اے …
نوې ډيلے ٬ هندي ميډيا د آسيا كپ په اړه بې بنسټه خبرونه خپرول پېل كړل
نئی دہلی۔1مئی (اے پی پی) هندي رسنیو دا پروپېګنډا پېل کړې چې بي سي سي آئي آسیا کپ لپاره د پي سي بي هایبرډ ماډل رد کړې دې او آسیا کپ به په كال 2023 کښې نه ترسره کیږي۔ د کشمیر میډیا سروس له مخې هندي رسنۍ وايي چې هندي کرکټ بورډ آسیا کپ د 5 كركټ لوبډلو په ټورنامنټ كښې بدلول غواړي او بي سي سي آئي يا اے سي سي تر دې دمه بي سي سي سره د آسيا كپ حوالې سره كوم تماس نه دے نيولے۔ د آسيائي كركټ كونسل صدر جے شاه تر دې دمه آسيا كپ 2023 لپاره كومه غونډه نه ده بللې۔ د آسيائي كركټ كونسل غونډې په مهال جے شاه ته د هائبرډ ماډل په اړه نجم سيټھي بشپړه بريفنګ وركړو او په دې موقعه جے شاه هائبرډ ماډل مسترد نه كړو۔ د ذريعو وېنا ده چې آسيا کپ څخه په وتلو به هندي كركټ بورډ د آسيا كپ د براډكاسټنګ حقونو خلاف ورزي كوي۔ پي سي بي آسيا كپ پاكستان څخه كوم بل هېواد ته په منتقل كولو راضي نه ده۔ د آسیا کپ د 5 كركټ لوبډلو په ټورنامنټ كښې بدلولو له به د اے سي سي ټولو غړو سره مشاورت كول وي۔ د ذريعو وېنا ده چې پي سي بي په دې حق كښې نه ده او هغه به د آسيا كپ مقصد ختمېدو له ورنكړي۔ هند کرکټ بورډ غواړي چې د رسنیو په ناسمو خبرونو د پاکستان کرکټ بورډ فشار سره مخ كړي۔












