رياض 28 اپرېل (اے پي پي) د سعودي عرب خارجه وزارت وئيلي دي چې د سعودي بېړو د لارې سوډان څخه د 2544 كسانو انخلاء بشپړ شوې چې پكښې 119 سعودي وګړي او د 74 نورو هېوادونو 2425 وګړي شامل دي۔ د سعودي خبر رسنې ادارې له مخئ خارجه وزارت تېره ورځ خپل يو بيان كښې د دې خبرې تصديق هم كړے دې چې د وروڼو او دوستانو هېوادونو 187 وګړي د زيارت په ورځ جدې ته رسېدلي٬ چې پكښې د هالېنډ، روسيه، لبنان، ناروے، امريکا، ترکيه، پاکستان ،سربيا، پولېنډ، المان٬ هند، جارجيا، تھائي لېنډ، بنګله دېش، سويډن، ازبکستان، برطانيه، آئرلېنډ، کينيا، فلپائن، اېتھوپيا، آرمينيا، نائيجيريا، قزاخستان او د پېراګوئے وګړي شامل دي۔