سلامتي کونسل په افغانستان كښې ملګرو ملتونو لپاره په كار كوٶنكې افغان مېرمن د طالبانو لخوا د بنديزونو په ضد متفقه قرارداد منظور كړو

ملګري ملتونه 28 اپرېل (اے پي پي)د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل په افغانستان كښې ملګرو ملتونو لپاره په كار كوٶنكې افغان مېرمن د طالبانو لخوا د بندېزونو په ضد متفقه قرارداد منظور كړو۔ د دې قرارداد منظوري د زيارت په ورځ د سلامتي كونسل په خاص غونډه كښې د متفقه ووټ د لارې وركړې شوه۔ په قرارداد كښې افغان قيادت څخه مطالبه شوې ده چې طالبان حکومت دې د مېرمنو د حقونو په ضد كرېك ډاٶن په سمدستي توګه بېرته واخلي٬ دا قرارداد د متحده عرب امارات او جاپان لخوا جوړ كړې شوې ٶ٬ په قرارداد كښې وئيلي شوي دي چې سلامتي كونسل په افغان معاشره كښې د مېرمنو په ضروري كردار زور رواړي او د دې خبرې څرګندونه كوي چې په افغان مېرمنو د كار كولو بنديزونه د ملګرو ملتونو د بنيادي بشري حقونو او د انساني اصول مجروح كوي ٬ د 90 نه د زياتو غړٶ هېوادونو په مرسته دا كاروائي د روسيه د 15 كسيزه كونسل د مشرۍ په آخري ورځو كښې شوې، كوم چې د نړيوالې ادارې د طاقت مركز دے۔