د پاكستان او نيوزي لېنډ كركټ لوبډلو ترمينځه اولنې يو ورځنې ميچ به په 27 اپريل راولپنډي كركټ سټيډيم كښې كيږي

پنډۍ ۔25 اپرېل(اے پی پی) د پاكستان او نيوزي لېنډ كركټ لوبډلو ترمينځه د 5 يو ورځنيو مېچونو سيريز اولنې مېچ به په 27 اپرېل د زيارت په ورځ راولپنډي كركټ سټيډيم كښې كېږي۔ دې څخه وړاندې د دواړو لوبډلو ترمينځه په 5 ټي 20 مېچونو مشتمل سيريز 2-2 سره برابر پاتے شو۔ يو مېچ د باران دلاسه نه وو شوے۔ د يو ورځني مېچونو سيريز دويم مېچ به په …

پنډۍ ۔25 اپرېل(اے پی پی) د پاكستان او نيوزي لېنډ كركټ لوبډلو ترمينځه د 5 يو ورځنيو مېچونو سيريز اولنې مېچ به په 27 اپرېل د زيارت په ورځ راولپنډي كركټ سټيډيم كښې كېږي۔ دې څخه وړاندې د دواړو لوبډلو ترمينځه په 5 ټي 20 مېچونو مشتمل سيريز 2-2 سره برابر پاتے شو۔ يو مېچ د باران دلاسه نه وو شوے۔ د يو ورځني مېچونو سيريز دويم مېچ به په 29 اپرېل ٬ درېم مېچ به په 3 مئي ٬ څلورم په 5 مئي او پنځم او وروستې مېچ به په 7 مئي كولې شي۔ د سيريز اولني دوه مېچونه به په راولپنډی کرکټ سټیډیم او وروستي درې مېچونه به په نېشنل سټېډیم کراچۍ كښې كولې شي۔ پاكستانۍ كركټ لوبډله به د نوموړي بېټر بابر اعظم او د نيوزي لېنډ كركټ لوبډله به د ټام ليتھم په مشرۍ كښې مېدان ته كوزيږي۔

مزید خبریں