په سوات پيښه كښې د شهيد شويو اجتماعي جنازه وكړې شوه

پشاور۔25اپرېل(اے پی پی) په سوات چاودنه کښې د شهيد شویو کسانو د جنازې لمونځ ادا كړے شو٬ د جنازې په لمونځ کښې د پاک پوځ او پولیس لوړ پوړو افسرانو او د شهیدانو خپلوانو په ګډون د سیمې نوموړو کسانو ګډون وکړو۔ بلخوا په سي ټي ډي تھاڼه كښې موجود بارودي مواد شنډ كړې شول۔ د بارودي مواد شنډ كولو په مهال د چاؤدنو درزونو په سيمه كښې د ويرې …

پشاور۔25اپرېل(اے پی پی) په سوات چاودنه کښې د شهيد شویو کسانو د جنازې لمونځ ادا كړے شو٬ د جنازې په لمونځ کښې د پاک پوځ او پولیس لوړ پوړو افسرانو او د شهیدانو خپلوانو په ګډون د سیمې نوموړو کسانو ګډون وکړو۔ بلخوا په سي ټي ډي تھاڼه كښې موجود بارودي مواد شنډ كړې شول۔ د بارودي مواد شنډ كولو په مهال د چاؤدنو درزونو په سيمه كښې د ويرې ترخې يوه فضا رامخې ته كړه۔ بياهم پوليس اولس ته د نه يرېدو اپيل كولو سره ووئيل چې باوردي مواد شنډ كولې شي د كوم ډول پرېشانه كېدو حاجت نشته۔ د دې نه علاوه د کبل سوات او لکی مروت پېښې نه پس پيښور کښې سکيورټي سخته کړې شوې ده٬ په رخصتيو تلي پوليس اهلكار بېرته راغوښتلې شوي او د پوليس اهلكارو رخصتۍ منسوخ كړې شوي دي۔ په داخلي او خارجي لارو چيكنګ زيات كړے شوے دے٬ د تورو شيشو او د نمبر پلېټ نه لرونكو ګاډو په ضد كارروائي كولې شي۔

مزید خبریں