په سي ټي ډي تھاڼه كښې رامخې ته شوې پيښه ځانمرګې بريد ګرځول سم نه دي٬ آئي جي پي اختر حيات ګڼدا پور

پېښور ۔25اپرېل(اے پی پی) د خېبر پښتونخوا آئي جي پي اختر حيات خان ګنډاپور د نهې په ورځ د سوات په كبل سيمه كښې د سي ټي ډي تھاڼه كښې د چاؤدنې د لاسه د ځپلې شوي ځايې معائنه وكړه٬ پوليس چارواكو آئي جي ته د چاؤدنې په اړه بريفنګ وركړو۔ ميډيا سره خبرو كښې آئي جي اختر حيات خان ووئيل چې په سي ټي ډي تھاڼه كښې رامخې ته …

پېښور ۔25اپرېل(اے پی پی) د خېبر پښتونخوا آئي جي پي اختر حيات خان ګنډاپور د نهې په ورځ د سوات په كبل سيمه كښې د سي ټي ډي تھاڼه كښې د چاؤدنې د لاسه د ځپلې شوي ځايې معائنه وكړه٬ پوليس چارواكو آئي جي ته د چاؤدنې په اړه بريفنګ وركړو۔ ميډيا سره خبرو كښې آئي جي اختر حيات خان ووئيل چې په سي ټي ډي تھاڼه كښې رامخې ته شوې د چاؤدنې پېښه د كوم ترهګرې ډلې لخوا ځانمرګې بريد ګرځول سم نه دي٬ په دروازه پوليس اهلكار موجود وو ٬ په تھاڼه كوم بريد نه دے شوے۔ ده ووئيل چاؤدېدونكو توكو اور واخست او په دې كښې د 12 دقيقو په فرق دوه لويې چاؤدنې وشوې۔ په چاؤدنه كښې 15 كسان په كومو كښې چې 9 پوليس اهلكار او 6 عام وګړي شامل دي شهيدان او د 7 عام وګړو په شمول 43 پوليس اهلكار ژوبل شول۔ په مړو شويو كښې په 5 بنديان هم شامل دي۔ اخترحیات ګنډاپور ووئيل چې د پلټنيو ډلې په موقع د موجود هر يو څيز جاج اخلي۔ ده ووئيل په پېښه كښې زيات كسان د ملبې لاندې راتللو د لاسه ژوبل شوي دي۔ ده ووئيل د پوليس حوصله په ځايې ده او په دې پېښه سخت خفګان لري۔

مزید خبریں