دوه ورځنی کوچنګ کورس پايې ته ورسېد۔

اسلام آباد۔20اپرېل(اے پی پی)د پاکستان سپورټس بورډ تر اهتمام لاندې دوه ورځنی کوچنګ کورس پاکستان سپورټس کمپلیکس اسلام آباد کښې پايې ته ورسېد۔ په کورس کښې د اسلام آباد او راولپنډۍ څخه د بېلا بېلو لوبو 50 نارینه او ښځینه كوچز ٬ لوبغاړو او تخنیکي چارواکو (ججانو، ریفریانو او امپائرانو) برخه واخسته۔ په كورس كښې ګډون كوؤنكو ته مقررينو د پاکستان سپورټس بورډ ډپټي ډي جی محمد شاهد اسلام او …

اسلام آباد۔20اپرېل(اے پی پی)د پاکستان سپورټس بورډ تر اهتمام لاندې دوه ورځنی کوچنګ کورس پاکستان سپورټس کمپلیکس اسلام آباد کښې پايې ته ورسېد۔ په کورس کښې د اسلام آباد او راولپنډۍ څخه د بېلا بېلو لوبو 50 نارینه او ښځینه كوچز ٬ لوبغاړو او تخنیکي چارواکو (ججانو، ریفریانو او امپائرانو) برخه واخسته۔ په كورس كښې ګډون كوؤنكو ته مقررينو د پاکستان سپورټس بورډ ډپټي ډي جی محمد شاهد اسلام او د پاکستان د اپاين کلب صدر ابو ظفر صادق په شمول نړيوالو استاذانو رانا نصرالله او اسدالله د بېلو لوبو په اړه درسونه وركړل۔ دې كورس تر دوه ورځو دوام لرلو۔ د کورس په پايه کښې د پاکستان سپورټس بورډ ډپټي ډي جي محمد شاهد اسلام ګډون كوؤنكو ته سندونه وركړل۔ دا ډول كورس به د اختر نه پس په لاهور كښې هم كولې شي۔

مزید خبریں