رياض 20اپرېل(اے پی پی) سعودي ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان سره د فلسطين صدر محمود عباس د ملاقات په مهال فلسطين كښې په روانه وضعه د خيالاتو څرګندونه كړې۔ د سعودي خبري اژانس له مخې په جده كښې د شوي ملاقات په مهال دواړو لارښودو په دې خبره زور راوړو چې د عرب امن اقدام او د اړوند نړيوال قانوني قراردادونو له مخې فلسطيني وګړو لپاره يو آزاد رياست جوړ كړے شي د كوم پلازمينه چې بېت المقدس وي۔ دواړو لارښودو د دې مقصد ترلاسه كولو او فلسطينمي اولس له د دوئي جائز حق وركولو له د هڅو روانو ساتلو په اهميت زور راوړو۔