برسلز 19اپرېل(اے پی پی)د بېلجيئم وزيراعظم اليګزينډر ډي كرو وئېلي دي د تركيې مرسته به دوامداره ساتلې شي ۔د تركيې خبري اژانس له مخې ده په برسلز كښې د مسلمانانو ځوانانو لخوا د روژه ماتي مېلمستياﺀ وركولو كښې د ګډون په مهال وئيلي دي بېلجيئم به ځپليو كسانو ته مرسته وركوي۔ده ووئيل په تركيه كښې د فرورۍ په 6مه نېټه د راغلې زلزلې نه پس په حطائے كښې يو فيلډ روغتون جوړ كړے شوے چې پكښې هره ورځ د 70 نه تر 80 كسانو درملنه كېږي۔