اسلام آباد۔11اپرېل(اے پی پی) د وزیراعظم خاص مرستيال عطا الله تارړ وئيلي چې په هېواد كښې د عدل او انصاف نظام سرلوړي غواړؤ٬ د قانون سرلوړۍ له د بل راتلل زيات ضروري وو٬ انصاف كېدل بايد په نظر راشي٬ پارليمنټ يوه بالادست اراده ده٬ عدليه د پارليمان د چارو په قانون سازۍ كښې مداخلت نه شي كولې٬ پارليمان په آئين كښې د بدلون كولو اختيار لري٬ كه صدر مملكت سپريم كورټ بل نه لاس ليك كوي نو 10 ورځې پس به دا بل پخپله قانون جوړېدو سره نافذ العمل شي٬ عدليه د پارليمان په اختياراتو او قانون سازۍ كښې مداخلت نه شي كولې٬ د فنانس بل له مخې به چارې مخ په وړاندې روانې وي۔ د نهې په ورځ په اسلام آباد كښې خبري كنفرنس ته خپله وېنا كښې عطاﺀ تارړ ووئيل په هېواد كښې د انصاف سرلوړۍ له ضروري وه چې بل رامخې ته شي٬ پخوانۍ غوښته وه چې د بنچز تشكيل دې رېګولېټ كړې شي۔ د شق 191 لاندې د بنچز تشكيل د آئين او قانون ماتحت دے٬ زمونږ لاس ليكونه هم اصل دي٬ زمونږ كاز هم اصلي دے٬ ستاسو لاس ليك هم جعلي دے او لارښود هم۔ ستاسو كاز هم جعلي دے۔ د پوښتنو په ځواب كښې عطاﺀ تارړ ووئيل چارج شیټ هم شته او دوه رېفرنسز هم دائر كړې شوي دي۔ حكومت تر دې دمه د رېفرنس تياري نه ده كړې۔ د ټاكنو په اړه د پوښتې په ځواب كښې ده ووئيل د آئین له مخې ټول ټاكنو لپاره نګران حكومت ضروري دے۔ په هېواد كښې د ټول ټاكنو په يو وخت كېدل د ټاكنو سپېځلتيا لپاره ضروري دي۔ ده ووئيل وفاقي حكومت به خپله موده ترسره كوي او ټول ټاكنې به كه پاك پروردګار ته منظور وي په يو وخت كېږي۔