اسلام آباد۔15مارچ (اے پی پی) د روغتيا وفاقي وزير عبد القادر پټېل وئيلي دي د پوليو ختمولو له په بېړني بنيادونو ګامونه پورته كولې شي٬ په اولني پړاؤ كښې د پنجاب په 13 او د سندھ 16 ضلعو سره سره په اسلام آباد كښې د پوليو مخنيوي كمپائن روان دے٬ مور پلار دې خپلو ماشومانو ته د پوليو څاڅكي ضرور وركړي۔ د شورؤ په ورځ د روغتيا وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې وفاقي وزير ووئيل د پوليو كمپائن اولنے پړاؤ به د روانې مياشتې تر 17 مې نېټې دوام لري۔ اولني پړاؤ كښی به د پنجاب په 13 او د سندھ 16 ضلعو سره سره په اسلام آباد كښې د 5 كالو نه د كم عمر ماشومانو ته د پوليو څاڅكي وركولې شي۔ ده مور پلار ته اپيل وكړو چې هغوي خپلو ماشومانو ته د پوليو مخ نيوي وېكسين څاڅكي ضرور وركړي او فرنټ لائن وركرز سره مرسته هم وكړي۔ ده ووئيل ټاكلے هدف د مور پلار په مرسته سر كېدے شي۔ ده ووئيل د پوليو ختمولو له په بېړني بنيادونو ګامونه پورته كولې شي۔ ده زياته كړه چې د كوم هم شكايت درج كولو يا معلومات ترلاسه كولو له په 1166 رابطه كېدې شي