ماؤنټ مونګانوئی۔19فروری(اے پی پی) انګلېنډ په اولني ټېسټ مېچ كښې نيوزي لېنډ ته 267 رنز سره ماتې وركولو سره د دومېچونو په سيريز كښې د 0-1 بريا ترلاسه كړې۔ په ماؤنټ مونګانوئي كښې د شوي ټېسټ مېچ په څلورمه ورځ د نيوزي لېنډ لوبډله د هدف ترسره كولو په هڅه كښې آؤټ شوه٬ ډیرل مچل تر ټولو زيات 57 رنز جوړ كړل او ناټ اؤټ پاتے شو۔ د ده نه غېر بل كوم هم كېوي بېټر د انګلش باؤلرانو مخې ته د اودرېدو تاب و نه لرلو۔ د انګلېنډ لخوا جیمز اینډرسن او سټورټ براډ څلور څلور وكټونه ترلاسه كړل۔ هیری بروک په دواړو اننګز كښې د نيمې سينچرۍ په جوړولو د مېچ تر ټولو غوره لوبغاړے وګرځولے شو۔