کشمیريان به د هند جمهوریه ورځ د توري ورځې په توګه لمانځي

سرینګر 25 جنوري (اے پي پي) د کنټرول لائن دواړو اړخو ته او په ټوله نړۍ كښې مېشته کشمیریان به سبا د هند جمهوريه ورځ د تورې ورځې په توګه لمانځي چې مقصد ئې نړيوالي ورورولۍ له باور وركول دي چې هند د کشمیریانو د خپلواكۍ حق وركولو څخه پرله پسې انکار کوي۔ د کشمیر میډیا سروس له مخې د تورې ورځې لمانځلو اپیل کل جماعتی حریت کانفرنس كړے ۔په دې ورځ به په مقبوضه کشمیر كښې توره ورځ لمانځلې شي او د آزاد کشمیر ، پاکستان او بيلو هېوادونو په پايه تختونو كښې به د هند مخالف مظاهرې او لاريونونه كولې شي دغسې چې نړيوالې ورورولۍ له دا پیغام وركړے شي چې هند د کشمیریانو ټول بنیادي حقونه سلب کړې دي