بیجنګ 18 جنوري (اے پي پي) د امریکې خارجه وزير انټونی بلنکن به په 5 فروری د چین دوره کوي۔د چین ميډيا د خارجه وزارت وياند وانګ وین بن په اړه ووئيل چین به په 5 فروری د امریکې خارجه وزير انټونی بلنکن د چين دورې هركلے كوي او مونږ د دې دورې د انتظاماتو په اړه د امريكې چارواكو سره رابطه كښې يو۔ انټونی بلنکن به د خپلي دوري په مهال د چین خپل همڅنګ کن ګینګ سره ملاقات کوي۔وياند ووئيل چین عمر له د امریکې سره خپلو اړيكو ته په شريك احترام او ګټه وره مرستي اوصولو له مخې ګوري۔ده هيله څرګنده كړه چې امریکا د چین په اړه مثبت سوچ خپلوي او د تصادم په ځائې به خبرو اترو ته ترجیح وركوي۔