نائيجيريا ٬ په مركزي رياست پليټيو كښې ترافيكي پېښه ٬ 16 كسان مړه ٬ 83 ژوبل

ابوجا۔16جنوری(اے پی پی) د نائیجیریا په مرکزی ریاست پلېټیو كښې په يوه ترافيكي پېښه كښې 16 كسان مړه او 83 ژوبل شوي دي۔ د چينائي ابلاغ ذريعو په پلېټيو كښې د فېډرل روډ سېفټي كور وياند پیټر لونګسن حوالې سره و ئيلي چې د نائيجيريا په مركزي رياست پلېټيو كښې يوه لارۍ د تند رفتار او زيات لوډ له امله اپوټه شوه په كومه كښې چې 99 كسان ناست وو۔ د پېښې په نتيجه كښې 16 كسان مړه او 83 ژوبل شول۔ رېسكيو ډلې پېښه كښې مړه شوي او ژوبل كسان نزدې روغتون ته منتقل كړې دي۔