د پاكستان او نيوزي لېنډ لوبډلو ترمينځه درېم او پرېكنده يو ورځنې مېچ سبا كراچۍ كښې كېږي

اسلام آباد۔12جنوری(اے پی پی) د پاكستان او نيوزي لېنډ كركټ لوبډلو ترمينځه په درې يو ورځني مېچونو د مشتمل سيريز درېم او پرېكنده يو ورځنې نړيوال مېچ سبا د جمعې په ورځ په نېشنل كركټ ستېډيم كراچۍ كښې كېږي۔ دا مېچ به د پاكستان د معياري وخت له مخې د ورځې دوه نيمې بجې پېل كېږي۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه سيريز تر دې دمه 1-1 سره برابر دے۔ پاكستانۍ لوبډلې په اولني مېچ كښې نيوزي لېنډ ته 6 وكټونو سره ماتې وركړې وه۔ په دويم مېچ كښې كېوي لوبډلې غوره كم بېك كولو سره ګرين شرټس ته 79 رنز سره ماتې وركړه يو سيريز يۍ 1-1 سره برابر كړو۔ دې څخه وړاندې د دواړو لوبډلو ترمينځه د دوه مېچونو ټېسټ سيريز د كومې نتيجې نه غېر پايې ته ورسېد۔ د پاكستانۍ لوبډلې مشري نوموړے بېټسمېن بابر اعظم كوي په نورو لوبغاړو كښې محمد رضوان، فخر زمان،امام الحق، شان مسعود،حارث سهېل،حارث روؤف،نسیم شاہ او محمد حسنین شامل دے۔ د نيوزي لېنډ لوبډله به د کین ولیم سن په مشرۍ كښې مېدان ته كوزيږي او په نورو لوبغاړو كښې يۍ ټام لیتھم، مچل بریسول ،ډئرل مچل، ډیون کونوے،ایش سودھی ،ټم ساؤتھی او ګلین فلپس شامل دے۔ د دواړو لوبډلو سر لوبغاړو په درېم مېچ كښې د كاميابۍ بيانونه وركړي دي او هيله ده چې د كركټ مينه وال يوه غوره مبارزه وګوري۔