اسلام آباد۔6 جنوری (اے پی پی) 26 م اېشين ټين باؤلنګ چېمپئن شپ د جنورۍ 8 مې نېټې څخه هانګ كانګ كښې پېل كېږي۔ په چېمپئن شپ كښې د 19 هېوادونو 2 سوه څخه زيات سړي او مېرمنې لوبغاړې برخه اخلي۔ په چېمپئن شپ كښې د 5 كېټګريز سيالۍ اېښودلې شوي دي په كومو كښې چې د سنګلز، ډبلز، ټرئیس، ټیم او ماسټرز سيالۍ شاملې دي۔ دا چېمپېئن شپ به د جنورۍ تر 18 مې نېتې دوم لري۔ په چېمپئن شپ كښې به 6 كسيزه ملي ټين پن باؤلنګ لوبډله ګډون كوي۔ په 6 كسيزه ملي لوبډله كښې علی سوریا، افضل اختر، شبیر لشکر والا، امجد محمود، عامر محمود او اعجاز الرحمان شامل دې۔