واشنګټن 04 جنوري (اے پي پي)امريكې په پاكستان كښې د پولې پورې غاړه څخه زياتې شوې ترهه ګرو په بريدونو د تشويش څرګندونه كولو سره وئېلي دي چې د پولې پورې غاړه څخه د ترهه ګرۍ په ضد دفاع د پاكستان حق دې۔د امريكې خارجه محكمې وياند نيډپرائس د نيوز بريفنګ په مهال خبريالانو ته ووئيل چې د پاكستان اولس د ترهه ګرۍ بريدونو څخه زيات زيان پورته كړې او پاكستان ته د ترهه ګرۍ په ضد د خپلې دفاع كولو حق ترلاسه دې۔ده د يوې پوښتنې په ځواب كښې ووئيل چې مونږ د پاكستان قامي سلامتيا كمېټۍ لخوا د جاري شوي بيان څخه خبر يو۔د پاكستان قامي سلامتيا كمېټۍ وئېلي دي چې كوم هم هېواد ته به د دې خبرې اجازه ورنه كړې شي چې هغوي ترهه ګرو ته استوګنې او آسانۍ وركړي او دا چې پاكستان د خپل اولس د تحفظ حق محفوظ ساتي۔كالعدم تحريك طالبان پاكستان (ټي ټي پي)هېواد په خاص توګه په خېبرپښتونخوا او بلوچستان كښې زيات شوي تشدد تر زياته ذمه واري قبوله كړی ده۔مونږ د طالبانو څخه د دې عزم په ځاې ساتلو غوښتنه كوو هېواد په خاص توګه خېبرپښتونخوا او بلوچستان كښې زيات شوي تشدد زياتره ذمه واري قبوله كړې۔مونږ د طالبانو څخه د دې عزم په ځاې ساتلو غوښتنه كوو چې هغوي د افغان خاوره د نړيوالو ترهه ګرو بريدونو لپاره د لانچ پيډ په توګه د نه كارولو وعده پوره كړي۔دا په هغو وعدو كښې يوه ده كومه چې د افغان حكومت تر ننه پوره كولو كښې ناكامه شوې يا نه غواړي