پونے۔4 جنوری(اے پی پی) د هند او سري لنكا ترمينځه دويم ټي 20 مېچ سبا (د زيارت په ورځ) په ماراشټر كركټ اېسوسي اېشن سټېډيم ٬ پونے كښې كېږي۔ هند ته د آئي لېنډر په ضد د درې مېچونو په سيريز كښې د 0-1 بريا ترلاسه ده۔ كوربه لوبډلې مېلمه لوبډلې ته په اولني مېچ كښې د يوې سختې مقابلې څخه وروستو 2 رنز سره ماتې وركړې وه۔ د سري لنكا لوبډله دا مهال د هند په دوره ده چرته به چې هغه د كوربه لوبډلې په ضد د 3 ټي ټونټي او 3 يو ورځني مېچونو سيريز كوي۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه درېم او وروستې ټي ټونټي مېچ به په 7 جنوري راجكوټ كښې كېږي۔ په ټي ټونټي سيريز كښې د هند لوبډلې مشري هردیک پانډیا او د سري لنكا لوبډلې ډاسن شناکا كوي۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه د يو ورځني مېچونو سيريز به 10 جنوري څخه كېږي۔ دويم مېچ به په 12 جنوري ايډن ګارډنز او درېم او ورستې يو ورځنې مېچ به په 15 جنوري تھيروانا تھاپورام كښې كېږي۔