د فلسطیني وګړو د اسرائیلي وزير د مسجد اقصی د دورې په اعلان سخت احتجاج

رام اللہ۔ 3 جنوری (اے پی پی) فلسطیني چارواکو او سیاسي ډلو د اسرائیل د ملي امنیت وزیر ایتامار بن یویر د مسجد اقصی د دورې په اعلان سخت احتجاج كړې دې۔ د اسرائیلي رسنیو د راپور له مخې، اسرائیلي وزیر تېره ورځ خپله وینا کښې ويلي چې دے به روانه اونۍ په مسجد اقصی كښې د ماؤنټ ټېمپل دوره كوي۔ د تحريك آزادي فلسطين (پي اېل او) عمومي سېكتر حسېن الشېخ په خپل بيان كښې وئيلي چې د ايتامار بن يوير د قامي سلامتيا وزير په حېث په مسجد اقصي د بريد اعلان د قانون سخته خلاف ورزي ده او اسرائيل له به د دې ناوړه اقدام نتيجو سره مخامخ كېدل وي۔ د اسلامك جهاد موومنټ لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلې شوي دي چې مسجد اقصی ته د اسرائیلي وزیر د ننوتو هڅه به د لاریونونو نوې دروازه پرانیزي۔