ملګري ملتونه ۔2جنوری (اے پی پی) پاکستان وئیلي چې هند په خپل غیر قانوني توګه قبضه كړي جمو او کشمیر کښې د مسلمانانو اکثریت په اقلیت بدلولو لپاره د اسرائیل ماډل تعقیبوي، له همدې امله یې د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کښې په فلسطین د اسرائيل د غېر قانوني قبضې په ضد د انصاف نړيوال عدالت څخه د قانوني رائې غوښتلو په قرداد د رايو شمېرې عمل كښی برخه …
په فلسطين د اسرائيلي قبضې په ضد په يو اېن قرارداد كښې برخه نه اخستل په جموں وكشمير كښې د هند جرمونه په ډاګه كوي٬ د پاكستاني استازي منېر اكرم اے پي پي سره مركه

مزید خبریں
ملګري ملتونه ۔2جنوری (اے پی پی) پاکستان وئیلي چې هند په خپل غیر قانوني توګه قبضه كړي جمو او کشمیر کښې د مسلمانانو اکثریت په اقلیت بدلولو لپاره د اسرائیل ماډل تعقیبوي، له همدې امله یې د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کښې په فلسطین د اسرائيل د غېر قانوني قبضې په ضد د انصاف نړيوال عدالت څخه د قانوني رائې غوښتلو په قرداد د رايو شمېرې عمل كښی برخه نه ده اخستې۔ دا خبره په ملګرو ملتونو کښې د پاکستان دايمي استازې منير اکرم د پاکستان له ملي خبري اژانس (اى پي پي) سره په يوه مرکه کې وكړه۔ ده ووئيل د هند لخوا په قرارداد د رايو شمېرې عمل كښې ګډون نه كول په كشمير د قبضې او د دې د خپلواكۍ حق څخه د انكار كولو عكاسي كوي۔ د اسرائيلي قبضې په مسئلو عمومي اسمبلۍ آئي سي جے څخه مشاورتي رايې غوښتلې ده۔ ده وئيل په فلسطين كښې اسرائيلي جرمونه په كشمير كښې د هند د جرمونو تصديق كوي۔ په قرارداد كښې د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر څخه غوښتنه شوې چې هغه دې د روان كال ستمبر مياشت كښې د ملګرو ملتونو په قرارداد عملدرآمد سره اړوند رپورټ وړاندې كړي۔ ده ووئيل په عمومي اسمبلۍ كښې د فلسطين په شخړه نړيوال عدالت څخه د قانوني رائې غوښتلو په حق كښې قرارداد اكثريت سره منظور كړے شو ٬ د قرارداد په حق كښې 87 او مخالفت كښې 26 رايې وكارولې شوې۔ د رايو شمېرې عمل كښې 53 هېوادونو برخه وانخسته۔ د قرارداد په حق كښې چې كومو هېوادونو خپله رايې وكاروله په هغو كښې چين ٬ روسيه ٬ پاكستان ٬ متحده عر امارات او نور اسلامي هېوادونه شامل دي۔ اسرائيل ٬ امريكا ٬ برطانيې او نورو اروپائي هېوادونو د قرارداد مخالفت وكړو۔ د هند او جاپان په شمول 53 هېوادونو د رايې شمېر عمل كښې برخه وانخسته۔ په ملګرو ملتونو كښې د فلسطين دائمي مبصر رياض منصور د قرارداد ملاتړ كوؤنكو هېوادونو ستائنه وكړه۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د هندي وزيراعظم نرېندر مودي هندو قوم پرست حكومت په اګست 2019 كښې د آئين آرټيكل 35 اے منسوخ كولو سره د مسلمانانو آبادي كمولو منصوبې لاندې په جمو وكشمير كښې د اسرائيل په څير د وسېدو ځايونه جوړول پېل كړي دي۔










