کراچی۔2جنوری(اے پی پی) نیوزی لېنډ د پاکستان په ضد په دویمه ټېسټ لوبه کښې ټاس ګټلې او لومړی یۍ د بېټنګ كولو پرېکړه کړې ده۔ د کراچۍ په نېشنل سټېډیم کښې د پاکستان او نیوزی لېنډ ترمنځ د دوه ټېسټ لوبو د لړۍ په دویمه لوبه کښې د ګل په ورځ نيوزي لېنډ ټاس ګټلو سره د لومړي بېټنګ كولو پرېکړه کړې ده۔۔ په ملي لوبډله كښې حسن علي او نسيم شاه د محمد وسيم او نعمان علي په ځائې شامل كړے شوے دے۔٬ نيوزي لېنډ د نيل وېګنر په ځاې ميټ هنري ته موقعه وركړې ده۔ په پاكستاني پلېئنګ الېون کښې امام الحق، عبدالله شفیق، شان مسعود، بابر اعظم (کپتان)، سعود شکیل، سرفراز احمد (وکټ کیپر) ٬ آغا سلمان ٬ حسن علي ٬ نسيم شاه ٬ مير حمزه او ابرار احمد او په نيوزي لېنډ لوبډله كښې ټام لېتھم، ډیون کونوې، کین ویلمسن، هینري نکولس، ډیرل مچل، ټام بلنډل (وکټ كيپر)، مایکل بریسویل، ټم ساؤتھي(كپتان) ایش سودھ، میټ هنري او اعجاز پټېل شامل دے۔