ممبئي 31 دسمبر (اے پي پي) د هند او سري لنكا كركټ ډلو ترمينځه وړومبې ټي 20 ميچ به په 3 جنوري ممبئي كښې كېږي ، تفصيلاتو له مخې د سري لنكا ډله دا مهال د هند په دوره ده چرته به چې د كوربه ډلي په ضد درې ټي 20 او درې ون ډے انټرنېشنل ميچونو سيريز كوي۔د دواړه ډلو ترمينځه د ټي 20 سيريز وړومبې ميچ به په …
د هند او سري لنكا ترمينځه وړومبې ټي 20 ميچ به په 3 جنوري كېږي

مزید خبریں
ممبئي 31 دسمبر (اے پي پي) د هند او سري لنكا كركټ ډلو ترمينځه وړومبې ټي 20 ميچ به په 3 جنوري ممبئي كښې كېږي ، تفصيلاتو له مخې د سري لنكا ډله دا مهال د هند په دوره ده چرته به چې د كوربه ډلي په ضد درې ټي 20 او درې ون ډے انټرنېشنل ميچونو سيريز كوي۔د دواړه ډلو ترمينځه د ټي 20 سيريز وړومبې ميچ به په 3 جنوري ممبئي، دويم په 5 جنوري پونے او دريم په 7 جنوري راجكوټ كښې كېږي۔ټي 20 سيريز كښې به د هند ډلي مشري هارډيك پانډيا كوي دغسې په نورو لوبغاړو كښې سوريا كمار ياديو، ارشديپ سنګھ او اګزر پټيل شامل ديِ۔د سري لنكا ډلي مشري به ډاسن شناكا كوي دغسې په نورو لوبغاړو كښې ونندو هسارنګا، دهننجايا ډي سلوا ، كوسال مينډس شامل دي۔د دواړه ډلو ترمينځه ون ډے سيريز به په 10 جنورۍ پيل كېږي۔









