د آسټريليا او جنوبي افريقې ترمينځه د سيريز دريم او آخري ټېسټ ميچ به په 4 جنوري پيل كېږي

سډني 30 دسمبر (اے پي پي) د آسټريليا او جنوبي افريقې كركټ ډلو ترمينځه په درې ميچونو مشتمل سيريز دريم او آخري ټېسټ ميچ به د 4 نه تر 8 جنوري سډني كركټ ګراؤنډ، سډني كښې كېږي۔ كينګروز ته د ميلمه ډلې جنوبي افريقا په ضد ټېسټ سيريز كښې 0-2 سره وړاندې والې ترلاسه دې۔ آسټريليا په وړومبي ټيسټ ميچ كښې جنوبي افريقا له 6 وكټو سره ماتې وركړې ؤ۔پروټيز ډله دا مهال د آسټريليا په دوره ده چرته به چې د كوربه ډلي په ضد درې ټيسټ او درې ون ډے ميچونو سيريز كوي۔درې ټېسټ ميچونو سيريز دوه ميچونه شوې دي كوم چې كينګروز په خپل نوم كړې دي۔ ډين ايلګر د پروټيز ډلي مشري كوي۔كوربه ډلي كينګروز مشري فاسټ بائولر پيټ كمنز كوي۔د دواړه ډلو ترمينځه د سيريز دريم او آخري ټېسټ ميچ به د 4 نه تر 8 جنوري سډني كښې كېږي۔