
دبئي 29 دسمبر (اے پي پي) انټرنيشنل کرکټ کونسل (آئي سي سي) د پاكستان كركټ دلې كپتان بابراعظم ته په ون ډے او وکټ کيپر محمد رضوان ټي ټونټي كښې کرکټر آف دي ايئر 2022ء لپاره ټاكلې دي۔ تفصيل له مخې كپتان بابراعظم په ون ډے او وکټ کيپر محمد رضوان په ټي ټونټي كښې کرکټر آف دي ايئر 2022ء لپاره نامزد كړے شوي ٬ د بابراعظم نه علاوه د آسټريليا سپنر ايډم زمپا، د زمبابوے آل راٶنډر سکندر رضا او د ويسټ انډيز شائے هوپ هم په زغل كښې شامل دي