رياض 29 دسمبر (اے پي پي) د سعودي عرب خارجه وزير شهزاده فيصل بن فرحان بن عبدالله د روس خپل هم څنګ سرګئي لاوروف له د يوكرين بحران په سياسي توګه حل كولو هڅو لپاره د سعودي عرب د حمايت باور وركړې دې۔د سعود ي خبر رسني ادارې له مخې دواړه لارښودو ټيلي فوني تماس په مهال د يوكرين بحران په اړه په تازه پيش رفت د خيالاتو څرګندونه وكړه۔د سعودي خارجه وزير د دې خبري تصديق كړې دې چې هېواد به د ټولو ډلو ترمينځه رابطو لپاره هڅي رواني ساتي۔ دواړه لارښودو د دوه اړخيزه اړيكو او بيلو څانګو كښې مرستي زياتولو په چارو هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔