منيلا 28 دسمبر (اے پي پي) فلپائن كښې د بارانونو نه پس د سېلاب په نتيجه كښې د مړو كسانو شمېره 25 ته رسېدلې ده ۔ د چين خبر رسنې ادارې له مخې د سېلاب په نتيجه كښې شپږ كسان ژوبل او 26 بې دركه شوې دي٬ د هېواد د 18 ضلعو پشمول كم از كم په شپږو سيمو كښې د سېلاب له امله 45 زره 382 كسان محفوظو ځايونو ته منتقل كړے شوي