د ايران اتومي وسلې تر ټولو لويه نړيواله خطره ده۔ اسرائيل

تل ابيب 28 دسمبر (اے پي پي) د اسرائيلي پوځ چيف آف اسټاف ايويو کوچاوي وئيلي دي د ايران اتومي وسلې تر ټولو لويه نړيواله ممكنه خطره ده۔ د اسرائيل خپرونو ادارې له مخئ ايويو کوچاوي د يو پرېس كنفرنس په مهال وئيلي دي مونږ د ايران اتومي وسلې مقابلې لپاره په هر امر عملدرآمد كولو لپاره چمتو يو ۔ ده ووئيل مونږ په سوريه كښې د ميزائل نصب کولو او د ګولان په غرونو كښې د حزب الله غوندې تنظيم جوړولو ايرانۍ هڅې شنډې كړي۔ ده ووئيل دا سكيم په بشپړه توګه ختم شوے او په دې لړ كښې مونږ له اوس هم ډېر څه كول دي