لاګوس۔28دسمبر (اے پی پی) په نائيجيريا كښې په دوه ترافيكي پېښو كښې 21 كسان مړه او 6 ټپيان شوي دي۔ د چین خبري اژانس د نائیجیرین ټرېفک پولیس وياند بسی کاظم ميډيا بريفنګ حوالې سره وئيلي دي چې لومړۍ پېښه د هېواد په منځنۍ ختيزه سيمه كښې رامخې ته شوه چرته چې د دوه ګاډو د تند رفتارۍ له امله يو بل سره د ټكر كېدو په نتيجه كښې 11 كسان مړه شول۔ دويمه پېښه د هېواد په سوئيلي لويديزه سيمه كښې په ستره لاره رامخې ته شوه چرته چې يو كمرشل بس له بل اړخه راروان ټرك څخه د بچ كېدو په هڅه كښې ژورې كندې ته پرېوتو۔ دې پېښه كښې 10 كسان مړه او 6 ژوبل شول۔ ده ووئيل په دواړو پېښو كښې ژوبل شوي كسان نزدې روغتون ته منتقل كړې شوي دي۔ بلخوا ځائي پوليس د پېښی ذمه وارو تعين لپاره پلټڼې پېل كړې دي۔ دا خبره دې ياده وي چې په نائیجیریا كښې دا ډول مرګونې پېښې معمول جوړ شوے دے او په زياتره وختونو كښې د دې سبب اوورلوډنګ ٬ د سړك ناوړه حالت او بې پرواهۍ سره ډرائيونګ كول ګرځي۔