پاك نيوزي لېنډ ټېسټ ٬ د پاكستان ټاس ګټلو سره د بېټنګ كولو پرېكړه

کراچۍ۔26دسمبر(اے پی پی) د پاكستان او نيوزي لېنډ ترمينځه په كېدونكي اولني ټېسټ مېچ كښې د ملي لوبډلې مشر بابر اعظم ټاس ګټلو سره د بېټنګ كولو پرېكړه كړې ده۔ د پاکستان او نیوزی لېنډ ترمينځه 20 كاله پس په پاكستان كښې د كېدونكي ټېسټ سيريز په اولني مېچ كښې بابر اعظم ټاس ګټلو سره د لومړي بېټنګ كولو پرېكړه كړې ده۔ په نېشنل سټيډيم كراچي (نېشنل بېنک کرکټ ارینا) …

کراچۍ۔26دسمبر(اے پی پی) د پاكستان او نيوزي لېنډ ترمينځه په كېدونكي اولني ټېسټ مېچ كښې د ملي لوبډلې مشر بابر اعظم ټاس ګټلو سره د بېټنګ كولو پرېكړه كړې ده۔ د پاکستان او نیوزی لېنډ ترمينځه 20 كاله پس په پاكستان كښې د كېدونكي ټېسټ سيريز په اولني مېچ كښې بابر اعظم ټاس ګټلو سره د لومړي بېټنګ كولو پرېكړه كړې ده۔ په نېشنل سټيډيم كراچي (نېشنل بېنک کرکټ ارینا) كښې د ټاس څخه وروستو خپلو خبرو كښې ده ووئيل وكټ بېټنګ لپاره ښه ښكاري٬ نوې سيريز دې غواړؤ چې د اول نه د ښې كاركردګۍ څرګندونه وكړؤ۔ ده ووئيل په پاكستانۍ لوبډله كښې درې تبديلۍ شوي دي٬ سرفراز احمد 4 كاله پس يو وارې بيا پلېئنګ الېون ته راغلے دے ٬ مير حمزه او امام الحق هم د لوبډلې برخه دي۔

مزید خبریں