د او آئي سي د عمومي سېكتر حسېن براهيم د آزاد كشمير دوره ٬ د شهيدانو په يادګار يۍ د ګلونو څادر خپور كړو

اسلام آباد۔11دسمبر(اے پی پی) د او آئي سي عمومي سېكتر حسېن براهيم د اتوار په ورځ د آزاد كشمير دوره وكړه۔ ده ته د آزاد كشمير صدر او وزيراعظم مظفر آباد ته په رارسېدو هركلې ووې۔ د خارجه دفتر له مخې ده د كشمير په مسئله خبرې اترې وكړې۔ د او آئی سی عمومي سېكتر په مقبوضه كشمير كښې د هندي ځواكونو لخوا د سختو ظلمونو او د بشري حقونو …

اسلام آباد۔11دسمبر(اے پی پی) د او آئي سي عمومي سېكتر حسېن براهيم د اتوار په ورځ د آزاد كشمير دوره وكړه۔ ده ته د آزاد كشمير صدر او وزيراعظم مظفر آباد ته په رارسېدو هركلې ووې۔ د خارجه دفتر له مخې ده د كشمير په مسئله خبرې اترې وكړې۔ د او آئی سی عمومي سېكتر په مقبوضه كشمير كښې د هندي ځواكونو لخوا د سختو ظلمونو او د بشري حقونو خلاف ورزۍ مشاهده كولو څخه وروستو كشميري اولس لپاره د خپلو ژورو جذباتو څرګندونه وكړه۔ ده كشمير كاز لپاره د او آئي سي لخوا د بشپړه ملاتړ لوظ وكړو۔ د ملاقات څخه وروستو د آزاد كشمير صدر لخوا د او آئي سي عمومي سېكتر او دده د پلاوي په درناوي كښې د غرمې مېلمستيا وكړې شوه۔ د او آئي سي عمومي سېكتر د آزاد جموں وكشمير په پلازمينه مظفر آباد كښې د شهيدانو په يادګار د ګلونو څادر خپور كړو او د كشمير كاز لپاره د خپلو سرونو قرباني وركوؤنكو ته يۍ د عقيد پېرزوينې وړاندې كړې او دوئي لپاره يۍ فاتحه خواني وكړه۔

مزید خبریں