
ممبئي 10دسمبر (اے پي پي) د هند او آسټريليا ميرمنو كركټ ډلو ترمينځه دويم ټي 20 ميچ به د اتوار په ورځ په ممبئي كښې كېږي، ميلمه ډلي آسټريليا ته 5 ميچونو سيريز كښې 0۔1 سره وړاندې والې ترلاسه دې،په وړمبي ميچ كښې د آسټريليا ډلي 9 وكټو سره كاميابي ترلاسه كړې وه، د دواړه ډلو ترمينځه د سيريز دريم ميچ به په 14 دسمبر ، څلورم به په 17 دسمبر دغسې 5م او آخري ميچ به په 20 دسمبر كېږي۔