آسټرېليا په پرتھ ټېسټ كښې وېسټ انډيز ته په 164 رنز ماتې وركړه

پرتھ۔4 دسمبر(اے پی پی) آسټریلیا د مارنس لابوشین د غوره پېټنګ له امله وېسټ انډيز ته اولني ټېسټ مېچ كښې په 164 رنز ماتې وركولو سره د دوه مېچونو په سيريز كښې د 0-1 بريا ترلاسه كړه۔ مارنس لابوشین په اولني اننګز كښې 204 او دويم اننګز كښې 104 رنز جوړ كړل او په دې مېن آف دي مېچ وګرځولے شو۔ د ټېسټ مېچ په پنځمه او وروستۍ ورځ وېسټ …

پرتھ۔4 دسمبر(اے پی پی) آسټریلیا د مارنس لابوشین د غوره پېټنګ له امله وېسټ انډيز ته اولني ټېسټ مېچ كښې په 164 رنز ماتې وركولو سره د دوه مېچونو په سيريز كښې د 0-1 بريا ترلاسه كړه۔ مارنس لابوشین په اولني اننګز كښې 204 او دويم اننګز كښې 104 رنز جوړ كړل او په دې مېن آف دي مېچ وګرځولے شو۔ د ټېسټ مېچ په پنځمه او وروستۍ ورځ وېسټ انډين لوبډله د 498 رنز په تعاقب كښې په 333 رنز اؤټ شوه۔ کرېګ براتھویټ 110 او روسټن چیز او الزاری جوزف دواړو 43 ٬ 43 جوړ كړل۔ د آسټریلیا لخوا نیتھن لائن غوره باؤلنګ كولو سره 6 لوبغاړي اوټ كړل۔

مزید خبریں