اسلام آباد 31 جولائی (اے پی پی) د پیپلز ګوند د اړخه سید خورشید شاہ، سید نوید قمر د وزير اعظم چوكۍ لپاره د كانديد په توګه د نامزدګۍ کاغذونه جمع کړې دي ۔ د ګل په ورځ د قامی اسمبلۍ سيكتر جواد رفیق ملك سره دواړه لارښودو د نامزدګۍ خپل كاغدونه جمع كړل۔ د سید خورشید احمد شاہ نامه اعجاز جاکھرانی تجویز کړه او د هغه تائید نواب علی …
د پیپلز ګوند د اړخه سید خورشید شاہ، سید نوید قمر د وزير اعظم چوكۍ لپاره د كانديد په توګه کاغذونه جمع کړل

مزید خبریں
اسلام آباد 31 جولائی (اے پی پی) د پیپلز ګوند د اړخه سید خورشید شاہ، سید نوید قمر د وزير اعظم چوكۍ لپاره د كانديد په توګه د نامزدګۍ کاغذونه جمع کړې دي ۔ د ګل په ورځ د قامی اسمبلۍ سيكتر جواد رفیق ملك سره دواړه لارښودو د نامزدګۍ خپل كاغدونه جمع كړل۔ د سید خورشید احمد شاہ نامه اعجاز جاکھرانی تجویز کړه او د هغه تائید نواب علی وسان وكړو دغسې د سید نوید قمر نامه شاهدہ رحمانی تجویز کړه او د هغه تائید مسرت رفیق مهیسړ وكړو۔ د نامزدګۍ کاغذونو جمع کولو نه پس ميډيا سره خبرو كښې سید خورشید احمد شاہ ووئيل جمهوری عمل كښې برخه اخستل د ټولو حق دے۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل مونږ هڅه كوله چې مخالف ګوندونه د وزيراعظم چوكۍ لپاره يو متفقه كانديد خوښ كړي ۔ (سبا) د نهې په ورځ به د مخالفو ګوندونو سره يو ځل بيا خبره كولې شي، دې نه پس ېه پريكړه كولې شي۔ د عمران خان د تيرې ورځ تقریر په اړه د يوې پو ښتنې په ځواب ده ووئيل د پی ټی آئی کار اور لګول او بيا په هغې تيل اچول دي










