اسلام آباد 30 جولائي (اے پی پی﴾ د آزاد كشمير وزيراعظم راجه فاروق حېدر خان وئيلي دي چې كشميرې اولس پاكستان سره د الحاق نه علاوه د كوم بل آپشن سوچ هم نه شي كولې٬ كشميريان د 70 كلونو نه د پاكستان د برخې جوړېدو هڅې كوي٬ د خپل پروني خبري كنفرنس په يو يو لفظ قائم يم٬ بايد اوس په هېواد كښې د محب وطن كېدو د سرټيفيكټ جاري …
د آزاد كشمير وزيراعظم راجه فاروق حېدر خان په نېشنل پرېس كلب كښې د اطلاعاتو وزير مشتاق منهاس او د كابينې نورو غړو سره يو ځائ خبري كنفرنس ته وېنا

مزید خبریں
اسلام آباد 30 جولائي (اے پی پی﴾ د آزاد كشمير وزيراعظم راجه فاروق حېدر خان وئيلي دي چې كشميرې اولس پاكستان سره د الحاق نه علاوه د كوم بل آپشن سوچ هم نه شي كولې٬ كشميريان د 70 كلونو نه د پاكستان د برخې جوړېدو هڅې كوي٬ د خپل پروني خبري كنفرنس په يو يو لفظ قائم يم٬ بايد اوس په هېواد كښې د محب وطن كېدو د سرټيفيكټ جاري كولو لړې بند شي٬ د پاكستان سلامتيا د كشميريانو د پرمختګ او خوشحالې ضامن ده۔ د اتوار په ورځ په نېشنل پرېس كلب كښې د اطلاعاتو وزير مشتاق منهاس او د كابينې نورو غړو سره يو ځائ خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال ده ووئيل چې دلته په وزيراعظم پسې د بد وئيلو نه علاوه كوم بل كار نه كېږي٬ د كشميريانو زړونه پاكستان سره درزېږي۔ ده ووئيل چې د خبري كنفرنس وېډيو موجود ده په كومه چې داسې كومه خبره نشته٬ ده ووئيل چې د مدينې منورې د رياست نه پس پاكستان د الله تعالي لوي انعام دے۔ ده ووئيل چې د پاكستان سباؤن جهوريت سره تړون لري۔ مونږ خپل سباؤن په كال 1944م كښې هغه وخت پاكستان سره تړلې و كله چې قائداعظم محمد علي جناح د سرينګر دوره كړې وه۔ ده ووئيل چې مېډيا دې د كورېج په مهال د قومي سلامتيا په معاملو د احتياط نه كار واخلي۔ ده ووئيل چې زه د پاكستانيانو نه زيات پاكستانې يم٬ د پاكستان په ضد چې څوك خبره كوي نو مونږ ته تكليف رسي۔










