د احتساب د قومي بيورو چيئرمېن قمرزمان چوهدري بيان

كابل 30 جولائي (اے پی پی﴾ د احتساب د قومي بيورو﴿نېب﴾ چيئرمېن قمرزمان چوهدري وئيلي دي چې د بدعنوانې خاتمه د نېب وړومبې ترجيح ده٬ د احتساب قومي بيورو كرپشن په يو صورت كښې هم د نه زغملو پاليسي خپله كړې٬ هيله ده د بدعنوانې خاتمې لپاره به سول سوسائټي٬ مېډيا٬ اولس او نورې اړوند ډلې هم نېب سره مرسته زياته كړي۔ په خپل يو بيان كښې ده ووئيل چې …

كابل 30 جولائي (اے پی پی﴾ د احتساب د قومي بيورو﴿نېب﴾ چيئرمېن قمرزمان چوهدري وئيلي دي چې د بدعنوانې خاتمه د نېب وړومبې ترجيح ده٬ د احتساب قومي بيورو كرپشن په يو صورت كښې هم د نه زغملو پاليسي خپله كړې٬ هيله ده د بدعنوانې خاتمې لپاره به سول سوسائټي٬ مېډيا٬ اولس او نورې اړوند ډلې هم نېب سره مرسته زياته كړي۔ په خپل يو بيان كښې ده ووئيل چې بدعنواني د خوشحال پاكستان په لار كښې يو لوي خنډ دے او هم دا په نظر كښې ساتلو سره د بدعنوانې خاتمې لپاره د احتساب قومي بيورو جوړه كړې شوې۔ د بدعنوانې مخ نيوي او لوټ كړې شوې رقم ستنول د ادارې مېنډېټ دے۔ ادارې ته 3 لكه 43 زره 356 شكايتونه ترلاسه شوي دي٬ نېب په دې موده كښې د 11581 شكاياتو جاج اخستې٬ 7587 انكوائرې شوې او د 3846 انوسټي ګېشن منظوري وركړې شوې٬ دغسې په عدالتونو كښې 2808 ريفرنس دائر كړې شوې دي او د سزا مجموعي شرح 76 فيصد ده۔ ده ووئيل چې نېب تر اوسه د 287 اربه روپو ريكوري كولو سره دا رقم په قومي خزانه كښې جمع كړے او دا يوه پياوړې كاميابي ده۔