مېلبرن۔12نومبر(اے پی پی) د آئی سی سی مېنز ټی 20 ورلډ کپ پرېكنده مقابله سبا د اتوار په ورځ د پاكستان او انګلېنډ ترمينځه په مېلبرن كركټ ګراؤنډ كښې كېږي۔ دا مېچ به د پاكستان د معياري وخت له مخې د ورځې يوه بجه پېل كېږي۔ قومي لوبډله به د نوموړي بېټسمېن بابر اعظم په مشرۍ كښې مېدان ته كوزيږي٬ په نورو لوبغاړو كښې محمد رضوان، شاداب خان، شاهین شاہ …
ټي 20 ورلډ كپ ٬ د پاكستان او انګلېنډ ترمينځه فائنل سبا كېږي
مېلبرن۔12نومبر(اے پی پی) د آئی سی سی مېنز ټی 20 ورلډ کپ پرېكنده مقابله سبا د اتوار په ورځ د پاكستان او انګلېنډ ترمينځه په مېلبرن كركټ ګراؤنډ كښې كېږي۔ دا مېچ به د پاكستان د معياري وخت له مخې د ورځې يوه بجه پېل كېږي۔ قومي لوبډله به د نوموړي بېټسمېن بابر اعظم په مشرۍ كښې مېدان ته كوزيږي٬ په نورو لوبغاړو كښې محمد رضوان، شاداب خان، شاهین شاہ آفریدی، حارث رؤف او افتخار احمد شامل دے۔ د انګلش لوبډلې مشري به جوز بټلر كوي۔ د لوبډلې په نورو لوبغاړو كښې ایلیکس هیلز، سیم کرن، مارک ووډ، ډیوډ میلان او معین علی شامل دے۔ د پاكستان لوبډلې مشر بابر اعظم وئيلي دي چې د انګلېنډ په ضد فائنل لپاره مونږ چې كوم پلان ترتيب كړې دې په هغې به عمل كول وي۔ ده ووئيل اولني 6 اوورز ډېر اهم دي٬ مونږ په پاك پروردګار باور لرؤ ٬ زمونږ په ذمه خواري كول دي نتيجه د هغه په لاس كښې ده۔ بلخوا موسمياتي څانګې په دې مهال د باران امكان ښكاره كړې دې۔ د آئي سي سي له مخې كه د اتوار په ورځ مېچ ونكړې شو نو په ريزو ډے به مېچ 3 بجې پېل كولې شي۔ دواړو ډلو له به د لږ تر لږ لس اورز لوبه كول لازمي وي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې ګرين شرټس په كال 2009 كښې د سري لنكا او انګلېډ په كال 2010 كښې د آسټرېليا په ضد كاميابي ترلاسه كولو سره د ورلډ كپ درناوې ترلاسه كړې وو۔ ويېسټ انډيز يوازينۍ لوبډله ده كومې چې دوه وارې دا ټائټل په خپل نوم كړې۔ هند ٬ سري لنكا او آسټرېليا يو يو ځل د ورلډ ټي 20 كپ فائنل ګټلې دې۔










