لاهور ۔12نومبر(اے پی پی) د علماﺀ كونسل چيئرمېن حافظ محمد طاهر اشرفي وئيلي دي د وفاقي حکومت د سود په ضد د دائر كړي اپيل بېرته اخستو هرکلې کوو٬ د سود د ختمولو عمل بايد ګړندې كړې شي٬ د سود ختمولو په لړ كښې به د حكومت هر ډول مرسته كوؤ ، د خبريال ارشد شريف په مرګ سياست كولې شي٬ د يخنۍ موسم راتللو سره د سېلاب ځپليو ستونزې …
د وفاقي حکومت د سود په ضد د دائر كړي اپيل بېرته اخستو هرکلې کوو، د هېواد ټول مذهبي، سياسي ګوندونه او ميډيا دې د سيلاب ځپليو بحالۍ لپاره خپل کردار ترسره کړي٬ د علماﺀ كونسل چيئرمېن حافظ طاهر محمود اشرفي خبري كنفرنس
لاهور ۔12نومبر(اے پی پی) د علماﺀ كونسل چيئرمېن حافظ محمد طاهر اشرفي وئيلي دي د وفاقي حکومت د سود په ضد د دائر كړي اپيل بېرته اخستو هرکلې کوو٬ د سود د ختمولو عمل بايد ګړندې كړې شي٬ د سود ختمولو په لړ كښې به د حكومت هر ډول مرسته كوؤ ، د خبريال ارشد شريف په مرګ سياست كولې شي٬ د يخنۍ موسم راتللو سره د سېلاب ځپليو ستونزې سوا شوي دي٬ خكومت له خپل اړخه د سېلاب ځپليو بحالۍ لپاره هڅې كوي ٬ مونږ له به هم د دې مقصد ترسره كولو له راوړاندې كېدل وي٬ په هېواد كښې د امن او سلامتيا په ځائې ساتلو كښې د پوځ مهم كردار دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ خبري كنفرنس ته خپل خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل د پاكستان اصل بنياد د شريعت محمدي (ص) نفاذ دے٬ حكومت په هېواد كښې د سودي نظام ختمولو عزم لري چې ورسره به د هېواد ټولې معاش مسئلې حل شي۔ ده ووئيل پاكستان كښې امن او سياسي استحكام زيات ضروري دے ٬ كه نن په پاكستان كښې سياسي استحكام راشي نو پاكستان ته د 25 نه تر 30 اربه ډالرو سرمايه كاري راتللې شي۔ ده ووئيل سعودي ولي عهد د پاكستان په دوره راځي د هغه هركلې كوؤ٬ سعودي ولي عهد د پاكستان مېلمه دے٬ د وزيراعظم شهباز شريف د هدايت له مخې پاكستانې اولس او د ټولو مكاتب فكر علماﺀ كرام ده ته تود هركلې وايي ٬ هغه ټولې منصوبې كومې چې د پاكستان او سعودي عربستان ترمينځه لاس ليك شوي دي به بشپړ شي۔ ده ووئيل په هېواد كښې د سياسي عدم استحكام باوجود قطر ٬ چين او سعودي عربستان په پاكستان كښې سرمايه كارۍ كولو له چمتو دي۔ طاهر اشرفی ووئيل د هېواد ټولو سياسي او مذهبي ګوندونو له به د سېلاب ځپليو مرستې له راوړاندې كېدل وي٬ د يخنۍ موسم راغلې ٬ دوئي دارګان نه لري ٬ مناسب جامې ورسره نشته او د خوراك سامان هم نه لري۔ ده اپيل وكړو چې د هېواد ټول سياسي او مذهبي ګوندونه او ميډيا دې د سېلاب ځپليو بحالۍ له خپل كردار ترسره كړي۔ ده ووئيل ارشد شريف د ټول پاكستاني ملت شهيد دے٬ د ده په وينه سياست كولې شي٬ دې هغه چا وژلې كوم چې د پاكستان دښمنان دي ٬ كوم چې د پاكستاني قوم او پوځ ترمينځه تقسيم رامخې ته كول غواړي۔ ده ووئيل ځينې خلقو بې سوچه د ارشد شريف د وژنې پېښې حوالې سره پاك پوځ په نښه كول پېل كړې دي كه په دې اړه چا سره ثبوتونه وي نو هغه دې عدالت ته يوسي۔ ده ووئيل كه نن پاكستان شام ٬ ليبيا او سري لنكا نه دې جوړ شوے نو د دې سبب د پاك پوځ او قوم اتحاد دے٬ پاك پوځ په هېواد كښې د ترهګرۍ ختمولو له قربانۍ وركړې دي۔ ده ووئيل په عمران خان د شوي بريد ټول اولس غندنه كوي او كومه پېښه چې اعظم سواتي سره رامخې ته شوې ده هغه هم د كركې وړ ده۔ ولې عمران خان روزانه عدالتونه لګوي چې ورسره پاكستان كمزورې كېږي او هندوستان د عمران خان په بيانونو خوشحالېږي دغسې د موساد په څير دښمن تنظيمونو ته خوشحالي كېږي كوم چې په پاكستان كښې عدم استحكام او ناامني خپرول غواړي۔ ده ووئيل دا حالات نظر كښې نيولو سره د آئي اېس آئي ډي جي پرېس كنفرنس وكړو۔ ده ووئيل د پاك پوځ مشر ته ټول قوم سلام كوي او دده كردار اسلامي نړۍ او ملګري ملتونه تسليموي۔ ده زياته كړه چې پاك پوځ او د قامي سلامتيا ادارې مونږ لپاره رېډ لائن دي او څوك چې په هېواد كښی عدم استحكام رامخې ته كول غواړي هغه مونږ ته قبول نه دي۔










