د نوي وزيراعظم ټاكنې لپاره به د قومي اسمبلۍ غونډه د نهې په ورځ كېږي

اسلام آباد 30 جولائي (اے پی پی﴾ د ايوان د نوي قائد﴿وزيراعظم﴾ ټاكنې لپاره به د قومي اسمبلۍ غونډه د نهې په ورځ كېږي۔ غونډه به د قومي اسمبلې سپيكر سردار اياز صادق په مشرې كښې ماسپښين درې بجې د پارلمان په ودانې كښې كېږي۔ په غونډه كښې به د نوي وزيراعظم ټاكنه كولې شي۔ د نوي وزيراعظم ټاكنې لپاره د جاري كړې شوي شېډول له مخې د قومي اسمبلې …

اسلام آباد 30 جولائي (اے پی پی﴾ د ايوان د نوي قائد﴿وزيراعظم﴾ ټاكنې لپاره به د قومي اسمبلۍ غونډه د نهې په ورځ كېږي۔ غونډه به د قومي اسمبلې سپيكر سردار اياز صادق په مشرې كښې ماسپښين درې بجې د پارلمان په ودانې كښې كېږي۔ په غونډه كښې به د نوي وزيراعظم ټاكنه كولې شي۔ د نوي وزيراعظم ټاكنې لپاره د جاري كړې شوي شېډول له مخې د قومي اسمبلې سېكتر به د ريټرنګ آفسير ذمه وارې ترسره كوي۔ د كانديدانو لخوا د نامزدګې كاغذونه ﴿نن﴾ د ګل ورځې تر دوه بجو پورې داخل كېدے شي٬ د كاغذونو جانچ پړتال به هم په دې ورځ درې بجې د قومي اسمبلۍ سپيكر كوي۔ نوي وزيراعظم لپاره مسلم ليګ ﴿ن﴾ سنيئر لارښود شاهد خاقان عباسي نامزد كړے دے۔ تحريك انصاف د عوامي مسلم ليګ مشر شېخ رشيد احمد نامزد كړے٬ د پي پي او د اېم كيو اېم لخوا لا تراوسه كومه پرېكړه نه ده شوې