اسلام آباد 29 جولائي (اے پی پی﴾ د مسلم ليګ﴿ن﴾ د پارلماني ګوند لخوا نومول شوي عبوري وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي چې د نواز شريف سياسي مقام او حېثيت د كومې چوكې نه بالاتر دے٬ په پانامه كېس عدالتي پرېكړه افسوس ناكه ده۔ د خالي په ورځ د خپلې نامزدګې نه پس خبريالانو سره په خبرو كښې ده ووئيل چې په عبوري دور كښې د پرمختګ د رفتار …
د نواز شريف سياسي مقام او حېثيت د كومې چوكې نه بالاتر دے٬ په پانامه كېس عدالتي پرېكړه افسوس ناكه ده۔ شاهد خاقان عباسي

مزید خبریں
اسلام آباد 29 جولائي (اے پی پی﴾ د مسلم ليګ﴿ن﴾ د پارلماني ګوند لخوا نومول شوي عبوري وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي چې د نواز شريف سياسي مقام او حېثيت د كومې چوكې نه بالاتر دے٬ په پانامه كېس عدالتي پرېكړه افسوس ناكه ده۔ د خالي په ورځ د خپلې نامزدګې نه پس خبريالانو سره په خبرو كښې ده ووئيل چې په عبوري دور كښې د پرمختګ د رفتار په ځائ ساتلو هڅه كولې شي او قومي معاملې به په فهم او تفاهم سره د وړاندې بوتللو هڅه كوو۔ ګوند پرېكړه كړې خو خوشبينه خبره دا ده چې په مسلم ليګ ﴿ن﴾ كښې د وزيراعظم د چوكې كوم كانديد نه و۔ ده ووئيل چې په ګوند كښې هېڅ اختلاف نشته٬ ګوند يو موټې دے۔ شاهد خاقان عباسي د قومي اسمبلې د حلقه اېن 50 څخه كامياب شوے دے او د نواز شريف په بااعتماد ملګرو كښې يو دے۔










