انګلېنډ هند ته په دوېم سيمي فائنل كښې په لسو وكټو ماتې وركړه

اېډيليډ 10 نومبر (اے پي پي) د کپتان جوز بټلر او د اېلکس هېلز د ناقابل شکست اوپننګ او ښه بېټنګ په سبب انګلېنډ د آئي سي سي مېنز اتم ټي ټونيټي كركټ ورلډ كپ فائنل ته رسېدلے دے او هند ته ئې په سيمي فائنل كښې په آسانۍ سره په لسو وكټو ماتې وركړې۔ د يادونې وړ ده انګلېنډ په درېم ځل فائنل لپاره كواليفائي كړې ۔ تفصيلات له …

اېډيليډ 10 نومبر (اے پي پي) د کپتان جوز بټلر او د اېلکس هېلز د ناقابل شکست اوپننګ او ښه بېټنګ په سبب انګلېنډ د آئي سي سي مېنز اتم ټي ټونيټي كركټ ورلډ كپ فائنل ته رسېدلے دے او هند ته ئې په سيمي فائنل كښې په آسانۍ سره په لسو وكټو ماتې وركړې۔ د يادونې وړ ده انګلېنډ په درېم ځل فائنل لپاره كواليفائي كړې ۔ تفصيلات له مخې د زيارت په ورځ ايډيليډ اوول، ايډيليډ ګرائونډ كښې انګلستان كپتان جوز بټلر ټاس ګټلو سره د فيډنګ كولو پرېكړه وكړه۔ د بېټنګ په مهال هند په ټاكلو شلو اورز كښې د 6 وكټو په زيان 168 رنز جوړولو سره انګلېنډ ته د 169 رنز هدف وركړے۔ د هند په لوبغاړو كښې ويرات کوهلي 50 او هاردك پانډيا جارحانه لوبه كولو سره د 5 چهكو او 4 چوكو په مرسته 63 رنز جوړ كړي۔۔ د پاکستان او انګلينډ د كركټ لوبډلو ترمېنځه د مېګا ون يونټ پائې لوبه به په 13م نومبر د اتوار په ورځ په اېم سي جي مېلبورن كښې كېږي

مزید خبریں