د قامي اسمبلۍ سپيکر او ډپټي سپيکر قامي کرکټ ډلي له ټي ۔20ورلډ کپ سيمي فائنل كښې په كاميابۍ مباركي وركړه

اسلام آباد 09 نومبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر راجه پرويز اشرف او ډپټي سپيکر زاهد اکرم دراني قامي کرکټ ډلي د ټي ۔20ورلډ کپ په سيمي فائنل كښې په كاميابۍ مباركي وركړې ده۔د شورو په ورځ د مباركۍ په خپل پيغام كښې سپيکر ووئيل د نيوزي لينډ په ضد سيمي فائنل ميچ كښې د پاکستان ډلي ښه كاركردګۍ څرګندونه كړي ،قامي ډلي ټي ټونټي ورلډ كښې ښه …

اسلام آباد 09 نومبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر راجه پرويز اشرف او ډپټي سپيکر زاهد اکرم دراني قامي کرکټ ډلي د ټي ۔20ورلډ کپ په سيمي فائنل كښې په كاميابۍ مباركي وركړې ده۔د شورو په ورځ د مباركۍ په خپل پيغام كښې سپيکر ووئيل د نيوزي لينډ په ضد سيمي فائنل ميچ كښې د پاکستان ډلي ښه كاركردګۍ څرګندونه كړي ،قامي ډلي ټي ټونټي ورلډ كښې ښه لوبه كولو سره تر فائنل رسنه ترلاسه كړي،قامي ډلي تر فائنل رسنه د ډلي د ټيم ورك نتيجه ده۔راجه پرويز اشرف ووئيل ټول قام د قامي ډلي په صلاحيت لرونكو لوبغاړو وياړ لري۔سپيکر او ډپټي سپيکر ووئيل قامي ډلې د قام هيلي پوره كړي،قامي ډلې له فائنل كښې كاميابۍ لپاره د قام دعاګانو ته اړتيا ده،د قام نيکي هيلي د پاکستان ډلي سره دي او هيله لرو چې قامي ډله به ټي ټونټي ورلډ کپ كښې كاميابي ترلاسه كړي۔