د پاكستان هاكي فېډرېشن صدر او عمومي سېكتر د بلوچستان هاكي اېسوسي اېشن 4 سينئر اهلكارو په ترافيكي پېښه كښې په مړينه خواشيني اوښودله

کوئټه ۔25 اکتوبر(اے پی پی) د پاكستان هاكي فېډرېشن صدر برېګېډیئر( ر) خالد سجاد کھوکھر او عمومي سېكتر حېدر حسېن د بلوچستان هاكي اېسوسي اېشن 4 سينيئر اهلكارو په ترافيكي پېښه كښې په حق رسېدو د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د تفصيلات له مخې د بلوچستان هاکی اېسوسی اېشن دا 4 آفیشلز په خضدار كښې د وزیراعظم ټېلنټ هنټ پروګرام په لړ كښې د هاكۍ لوبډلې سلېكشن څخه وروستو بېرته كوئټې ته خپل ګاډي كښې راروان وو۔ د سفر په مهال د دوئي ګاډې غوث آباد آغا جان هوټل ته نزدې ترافيكي پېښې سره مخ شؤ چې په نتيجه كښې يۍ په ګاډي كښې ناست د بلوچستان هاكۍ لوبډلې چيف سلېكټر ٬ كوچ مجاهد اسلام بټ ٬ د كوئټې ډستركټ هاكي اېسوسي اېشن عمومي سېكتر مير علي كرد ٬ د بلوچستان هاكي پلېئر ټېكنيكل افسر ٬ سېلېكټر عبد الرحيم دراني او د بلوچستان هاكي اېسوسي اېشن غړې او ټيكنيكل افسر امتياز شاه په حق ورسېد۔ پاكستان كښې د هاكي فېډرېشن صدر برېګېډيئر خالد سجاد كھوكھر او عمومي سېكتر حېدر حسېن د ارواښادو د بخښنې دعا كولو سره غمجنيو كورنيو سره غمرازي كړې ده۔ په ارواښادو كښې د رحيم دراني او مير احمد كرد د جنازې لمونځ به په جامع مسجد ايوب سټېډيم ٬ د امتياز شاه د جنازې لمونځ به د ماسپخين نه وروستو په جامع مسجد انډسټرېل اېريا او د مجاهد بټ به ماښام په سنډيمن هائي سكول كښې ادا كېږي۔