د آسټريليا او ويسټ انډيز ترمينځه دويم او آخري ټي ټونټي كركټ ميچ به د جمعې په ورځ كېږي

برسبين 06 اكتوبر (اے پي پي) د آسټريليا او ويسټ انډيز كركټ ډلو ترمينځه په دوو ميچونو مشتمل سيريز دويم او آخري ټي ټونټي كركټ ميچ به سبا د جمعي په ورځ ګابا، برسبين كښې كېږي۔كينګروز ته په سيريز كښې 0-1 سره وړاندې والې ترلاسه دے، آسټريليا ويسټ انډيز له وړومبي ټي ټونټي ميچ كښې په درېو وكټو سره ماتې وركړې۔ د كركټ آسټريليا (سي اے ) له مخې ويسټ …

برسبين 06 اكتوبر (اے پي پي) د آسټريليا او ويسټ انډيز كركټ ډلو ترمينځه په دوو ميچونو مشتمل سيريز دويم او آخري ټي ټونټي كركټ ميچ به سبا د جمعي په ورځ ګابا، برسبين كښې كېږي۔كينګروز ته په سيريز كښې 0-1 سره وړاندې والې ترلاسه دے، آسټريليا ويسټ انډيز له وړومبي ټي ټونټي ميچ كښې په درېو وكټو سره ماتې وركړې۔ د كركټ آسټريليا (سي اے ) له مخې ويسټ انډيز كركټ ډله به د آسټريليا خپلې دورې په مهال د كوربه ډلي په ضد دوه ټي ټونټي او د دوو ټيسټ ميچونو سيريز كوي۔ د آسټريليا ډلي مشري آرون فنچ كوي دغسې د ويسټ انډين ډلي مشري نكولس پوران كوي۔د دواړه ډلو ترمينځه د دوو ټي ټونټي ميچونو سيريز دويم او آخري ټي ټونټي ميچ به په 7 اكتوبر برسبين كښې كېږي