لاهور 26 ستمبر (اے پي پي) د مسلم ليګ (ن) د پي ډي اېم د رابطه کمېټۍ لاهور غړي محمد سليم رضا وئيلي دي چې د اسحاق ډار به پاکستان ته په راستنېدو شاندار هركلے كولې شي٫ د ډار راستنېدو سره به د ډالر په قدر كښې كمې راشي او د هېواد معيشت به ښه شي۔ خپل يو بيان كښې ده ووئيل د مسلم ليګ (ن) مشر محمد نواز شريف …
د اسحاق ډار به پاکستان ته په راستنېدو شاندار هركلے كولې شي۔ سليم ر ضا
لاهور 26 ستمبر (اے پي پي) د مسلم ليګ (ن) د پي ډي اېم د رابطه کمېټۍ لاهور غړي محمد سليم رضا وئيلي دي چې د اسحاق ډار به پاکستان ته په راستنېدو شاندار هركلے كولې شي٫ د ډار راستنېدو سره به د ډالر په قدر كښې كمې راشي او د هېواد معيشت به ښه شي۔ خپل يو بيان كښې ده ووئيل د مسلم ليګ (ن) مشر محمد نواز شريف به د راتلونكې ټولټانكو نه وړاندې هېواد ته راستون شي او د پارټۍ انتخابي كمپائن به چلوي۔ ده ووئيل مسلم ليګ نون تل د هېواد او قام خدمت كړے دے۔ ده ووئيل د اسحاق ډار د راستندو په خبر د پي ټي آئي په ايوانون كښې زلزله راغلے ده ځكه چې كه د هېواد معيشت مستحكم شي نو د تحريك انصاف د سياست به خاتمه وشي











